افغانستانخبرخبرې اترېفایلونهټول شموله حکومتټولنهښځې

د ترکیې چارواکی: په افغانستان کې سوله د ښځو حقونو ته له درناوي پرته ممکنه نه ده

د دید خبري اژانس: د ترکیې د ولسمشر لوړ پوړي سلاکار د افغان سیاسي فعالانو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې دوامداره سوله یوازې د یو ټول شموله حکومت په جوړولو او د اساسي حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي له لارې ممکنه ده.

د ترکیې د ولسمشر لوړ پوړي سلاکار یالچین توپچو د یو شمیر افغان سیاسي فعالانو سره په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې په دې هیواد کې د ثبات راوستل به د یو ټول شموله حکومت له جوړولو او د اساسي بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو تضمین پرته ممکن نه وي.

د افغانستان د پرمختګونو په اړه د انقرې د ثابت دریځ په ټینګار سره، هغه زیاته کړه: “ترکیې په ټولو سیمه ایزو او نړیوالو غونډو کې افغان چارواکو ته دا مسله یادونه کړې او په دې ټینګار به یې دوام وکړي.”

توپچو ټینګار وکړ چې د افغانستان په راتلونکي سیاسي جوړښت کې د ټولنې د ټولو برخو، په شمول د ښځو ګډون نه یوازې یوه اخلاقي او انساني اړتیا ده، بلکې د دې هیواد د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ثبات لپاره هم یوه اساسي اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button