امنیت او حوادثخبرسیمه

په خیبر پښتونخوا کې د پوځ پر پوستو د ټي ټي پي همغږي برید؛ ۱۱ سرتیري ووژل شول

د دید خبري اژانس: د پاکستان په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي په وروستۍ څپه کې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې غړو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پوځ پر پوستو په څو اړخیزه برید کې لږترلږه ۱۱ سرتیري ووژل.

د پاکستان امنیتي سرچینو اعلان وکړ چې د چهارشنبې په سهار، د میزان په ١۶مه، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې وسله والو غړو د خیبر پښتونخوا ایالت په کرم سیمه کې له څو خواوو څخه د پوځ پر یوه اډه برید وکړ. په دې درنه نښته کې، د یو لوړ پوړي افسر او یو قوماندان په ګډون ۱۱ سرتیري ووژل شول.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د ډزو په تبادله کې یو شمیر سرتیري هم ټپیان شول او یو شمیر بریدګر ووژل شول. سرچینې وايي چې امنیتي ځواکونو له پیښې وروسته په سیمه کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په دې وروستیو کلونو کې د اسلام آباد یو له مهمو امنیتي ننګونو څخه ګرځیدلی دی، چې پر حکومتي ځواکونو یې بریدونه زیات شوي دي.

د اسلام آباد حکومت د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو کابل تل د پاکستان په امنیتي پیښو کې د هر ډول لاس لرلو څخه انکار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button