د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نن (دوشنبه، د میزان ۱۴مه) د روسیې پلازمینې مسکو ته ورسېد ترڅو د “مسکو فارمټ” په نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

متقي مسکو ته ورسېد
د مسکو فارمټ غونډه، چې د یو شمیر سیمه ایزو هیوادونو د استازو په ګډون ترسره کیږي، په اقتصادي، امنیتي او ډیپلوماټیکو برخو کې د ګډو ننګونو او فرصتونو د څیړلو لپاره وقف شوې ده.
د باخبره سرچینو په وینا، د افغانستان اړوند مسایل هم د دې غونډې په اجنډا کې دي.
د روسي چارواکو په وینا، دا غونډه به د سیمه ایزې همکارۍ د پیاوړتیا، د ګډو امنیتي ګواښونو کمولو او د افغانستان د ثبات په چوکاټ کې د اقتصادي پروژو د پرمختګ په هدف ترسره شي.
امیر خان متقي په تیرو بهرنیو سفرونو کې د طالبانو د پیژندلو، د بندیزونو لرې کولو او د سیمې له هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو د اسانتیا په اړه هم خبرې کړې دي.
احتمال لري چې هغه به په دې غونډه کې هم په ورته مسلو ټینګار وکړي.
د مسکو فارمټ یو له هغو سیمه ییزو ډیپلوماټیکو فارمټونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې د روسیې په نوښت او د چین، ایران، پاکستان، هند او منځنۍ اسیا په څیر هیوادونو په ګډون سره د افغانستان د وضعیت د څیړلو لپاره جوړ شوی دی.