افغانستانحکومتخبر

شخړې زیاتې شوې؛ سراج الدین حقاني د کورنیو چارو له وزارت څخه ګوښه شو

د دید خبري اژانس: په هیواد کې د انټرنیټ بندیدو او د طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونو وروسته، ځینې سرچینې وايي چې سراج الدین حقاني د سرپرست حکومت د کورنیو چارو له وزارت څخه ګوښه شوی دی.

په حکومت کې بدلونونه؛ سراج الدین حقاني د کورنیو چارو له وزارت څخه ګوښه شوی
د طالبانو مشر ملا هیبت الله ته منسوب یو لیک له مخې، سراج الدین حقاني د کورنیو چارو له وزارت څخه ګوښه شوی او د خوست والي ټاکل شوی دی.

همدارنګه، د بلخ د سرپرست حکومت والي مولوي محمد یوسف وفا د کورنیو چارو په وزارت کې د سراج الدین حقاني د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی دی.

شیخ عزیزالله طیب، چې د طالبانو مشر ته نږدې کس دی، هم د بلخ ولایت د والي په توګه معرفي شوی دی.

له تېرې ورځې راهیسې، د طالبانو ډلو ترمنځ د شخړو او نښتو په اړه نا تایید شوي راپورونه خپریږي.

تر اوسه پورې، دا راپورونه د سرپرست حکومت د کوم چارواکي لخوا تایید یا رد شوي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button