افغانستانخبرنړۍ

د اروپايي ټولنې د مرستو څلورمه الوتکه افغانستان ته ورسېده

د دید خبري اژانس: اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې وروسته د دې سازمان د بشري مرستو څلور الوتنې هېواد ته رسېدلي دي.

د اروپايي ټولنې د مرستو څلورمه الوتکه افغانستان ته ورسېده
دې الوتنو تر اوسه پورې له ۲۵۰ ټنو څخه زیات اړین توکي او د مرستې تجهیزات د زیانمنو شویو خلکو د ملاتړ لپاره لیږدولي دي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې په راتلونکو ورځو کې به نورې الوتنې هم ترسره شي او د مرستو لیږلو پروسه به دوام ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button