انس حقاني: په افغانستان کې د تعلیم او ټکنالوژۍ زرین وخت راورسېد
د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت یو لوړ پوړي چارواکي، د یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې، په افغانستان کې د تعلیم او ټکنالوژۍ په برخه کې د نوي فصل د پیل اعلان وکړ، او ټینګار یې وکړ چې د تیرو کلونو د جګړې او خبرو اترو تجربې د نن ورځې د بدلون لپاره اساس برابر کړی دی.

د سرپرست حکومت یو لوړ پوړي غړي، انس حقاني، د یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې د لسیزو جګړو او کړکیچ وروسته، افغانستان اوس په داسې موقعیت کې دی چې کولی شي د تعلیم او ټکنالوژۍ په برخو کې اغیزمن ګامونه پورته کړي.
هغه وویل: “د جګړې او ستونزمنو خبرو اترو تجربې چې موږ یې په تیرو کلونو کې تیر کړي دي نن ورځ د یو مختلف افغانستان جوړولو لپاره لاره هواره کړې ده. سرپرست حکومت د هیواد د علمي پرمختګ لپاره پلان لري او شرایط یې د دې لپاره چمتو شوي دي.
حقاني د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو او بحثونو کې د هند رول هم مثبت ارزولی او له دې هیواد څخه یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې خپلې پراختیایي پروژې بیا پیل کړي.
هغه زیاته کړه: “زموږ د هیواد د تعلیم په برخه کې د وروسته پاتې کیدو یو له اصلي دلیلونو څخه د تیرو څو لسیزو پرله پسې جګړې او ناامني وه. اوس چې نسبي ثبات رامینځته شوی، موږ باید علمي او تخنیکي پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړو.”