اسلایدشوامنیت او حوادثخبرنړۍ

د سپتمبر ۱۱مه؛ هغه ورځ چې نړۍ د ترهګرۍ په ګټه بدله شوه

د دید خبري اژانس: څه پیښ شول؟
څلور مسافر وړونکې الوتکې د القاعدې ترهګرې ډلې لخوا وتښتول شوې او په متحده ایالاتو کې یې په مهمو ودانیو برید وکړ.

د الوتکو منزل
په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز دوه برجونو دوه الوتکې
په واشنګټن کې د پنټاګون ودانۍ یوه الوتکه
په پنسلوانیا کې یوه الوتکه د خپل هدف ته له رسیدو دمخه وغورځیده

تلفات
شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول او له ۶۰۰۰ څخه ډیر ټپیان شول.

ابهامات او پوښتنې
د بریدونو په ځای کې د بشپړ او خپلواک ساحوي تحقیقاتو اجازه نه وه ورکړل شوې.
ډیری اسناد او شواهد په محدود یا سانسور شوي بڼه خپاره شوي.

د امنیتي مسلو، مخکینیو خبرداریو، او د الوتکو د اداره کولو څرنګوالي په اړه ډیری پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

پایلې
د نړیوال سوداګریز مرکز د دوه ګوني برجونو ړنګیدل او لوی مالي زیانونه
د امریکا لخوا د افغانستان د یرغل سره د “ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې” پیل
په هوایي امنیت او نړیوال سیاست کې پراخ بدلونونه
د ترهګرۍ پراختیا او په افغانستان، عراق، سوریه او… کې د لسګونو زرو خلکو قرباني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button