اسلایدشوافغانستانبشري حقونهحکومتخبرفایلونهټول شموله حکومت

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې ثبات د یوې ټول شموله سیاسي پروسې له لارې ممکن دی

د دید خبري اژانس: په یوه نوې اعلامیه کې، اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو پراخه سرغړونې وغندلې او خبرداری یې ورکړ چې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د سرپرست حکومت پالیسۍ او محدودیتونه “د انسانیت پر وړاندې جرم” کېدای شي او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د دوامداره ثبات ترلاسه کول یوازې د یوې ټول شموله سیاسي پروسې له لارې ممکن دي چې د ټولنې ټولو برخو مساوي ګډون ولري.

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو د سرپرست حکومت له محدودیتونو او پالیسیو څخه تر ټولو ډیر ځوریدلي دي.

اروپايي ټولنې همدارنګه د قومي او مذهبي لږکیو پورې اړوند اشخاصو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه.

اتحادیې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې دوامداره سوله او ثبات یوازې د یو ټول شموله او د افغانانو په مشرۍ سیاسي پروسې له لارې ممکن دی؛ یوه پروسه چې باید د ښځو بشپړ، مساوي او معنی لرونکی ګډون او د ټولنې د ټولو برخو استازیتوب سره مل وي.

اروپايي اتحادیه، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، د بشري حقونو د عالي کمیشنر دفتر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د فعالیتونو ملاتړ کوي، یو ځل بیا د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې د افغانستان د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي، په شمول د ښځو په وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) او د ماشومانو د حقونو کنوانسیون (CRC).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button