د مرستو کمښت په افغانستان کې د خوړو امنیت ګواښي
د دید خبري اژانس: پداسې حال کې چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لوړې دي، د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ادارې چارواکو خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کموالی کولی شي په هیواد کې د ملیونونو خلکو د خوړو امنیت ته جدي ګواښ رامینځته کړي.

د مرستو کمښت په افغانستان کې د خوړو امنیت ګواښي
د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی چې په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت د ملیونونو افغان اتباعو د خوړو امنیت له جدي خطر سره مخ کړی دی.
دا خبرداری د خوړو خوندیتوب او کرنې کلسټر سره د ادارې د ګډې غونډې په جریان کې راپورته شو، چې موخه یې د اوسني وضعیت بیاکتنه، د ګډې همکارۍ پراختیا او د مسؤلو ادارو ترمنځ همغږي زیاتول وو.
د ادارې لخوا خپاره شوي راپور پراساس، د خوړو خوندیتوب کلسټر استازو په نړیوالو سازمانونو کې د تمویل نشتوالی او په هیواد کې د امنیتي وضعیت نسبي ښه والی د مرستو د کمښت اصلي لاملونه یاد کړل.
د دوی په وینا، ځینو نړیوالو ادارو خپل لومړیتوبونه بدل کړي او خپلې سرچینې نورو هیوادونو ته ځانګړې کړې دي، چې د شخړو د کچې کمښت یې په ګوته کړی دی.