اسلایدشوافغانستانبشري حقونهخبرنړۍ

ملګري ملتونه: د امریکا بندیزونه د افغان قربانیانو عدالت او حقونه زیانمنوي

د دید خبري اژانس: ملګرو ملتونو د نړیوالې جنایي محکمې د چارواکو په وړاندې د امریکا د بندیزونو په ځواب کې خبرداری ورکړی چې دا اقدامات کولی شي په افغانستان کې د عادلانه څېړنو پروسه په جدي توګه ګډوډه کړي او د قربانیانو حقونه تر پښو لاندې کړي.

ملګري ملتونه: د امریکا بندیزونه د قربانیانو عدالت او حقونه زیانمنوي
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنټ، د نړیوالې جنایي محکمې د چارواکو په وړاندې د امریکا د بندیزونو په اړه غبرګون وښود، او هغه یې “ویجاړونکي” وبلل.

بنټ د دې بندیزونو په اړه خپله نا امیدي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې دا اقدامات نه یوازې د محکمې خپلواکي له خطر سره مخ کوي، بلکې په افغانستان کې د قربانیانو لپاره د عدالت د تعقیب پروسې ته هم جدي زیان رسوي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د څېړنو پروسه ساتل خورا مهم دي او باید د سیاسي لوبو قرباني نشي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی له واشنګټن څخه وغوښتل چې ژر تر ژره بندیزونه لرې کړي ترڅو په افغانستان کې د عدالت لپاره لاره هواره شي او ډاډ ترلاسه شي چې د قربانیانو حقونه درناوی کیږي.

د امریکا لخوا د جرمونو نړیوالې محکمې د چارواکو پر وړاندې بندیزونه وروسته له هغه ولګول شول چې د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د احتمالي جرمونو په اړه پلټنې پیل کړې، دا هغه اقدام دی چې په پراخه کچه یې نړیوال نیوکې راپارولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button