د سرپرست حکومت به له سویس څخه افغان مجرمین وباسي
د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت ډیپلوماتیک چارواکي سویس ته سفر کړی ترڅو په جرمونو تورن افغانان وپیژني او بیرته یې واستوي. یو اقدام چې سویس چارواکو “حساس مګر اړین” بللی دی.

د سرپرست حکومت به له سویس څخه افغان مجرمین وباسي
دا اقدام د سویس د عدلیې وزیر بیاټ یانس لخوا تیر کال اعلان شوې پالیسي برخه ده، چې له مخې یې افغان مجرمین باید د خپلو سزاګانو له بشپړولو وروسته بیرته وشړل شي. تر دې دمه پنځه افغان بندیان افغانستان ته راستانه شوي، مګر په قانون کې د بدلون وروسته، بندیان یوازې په کابل کې صادر شوي اسنادو سره منل کیدی شي.
په عین حال کې، د سویس دولتي تلویزیون هیواد ته د سرپرست حکومت د څلورو دولتي ډیپلوماتانو سفر اعلان کړ، او ویې ویل چې د پلاوي دوه ورځني ماموریت کې یوولس محکوم شوي کسان او دوه رضاکاران شامل وو چې افغانستان ته راستانه شي، او د دوی د راستنیدو لپاره د سفر اسنادو د صادرولو پروسه پیل شوې ده.
د سویس د مهاجرت خدماتو ویاند، ډانیل باخ، د دې اقدام اړتیا باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: “طالبان یوازې هغه اسناد مني چې د خپلو چارواکو لخوا صادر شوي وي، او په برن کې د افغانستان د استازي دفتر اسناد نور اعتبار نلري.”
د راپورونو له مخې، د سرپرست حکومت پلاوی د جینوا په هوایی ډګر کې ځای پر ځای شوی ترڅو د بندیانو د پیژندنې پروسه ترسره کړي. سویس چارواکي وايي چې د “ډیری” اشخاصو لپاره پیژندنه بریالۍ شوې او د پاتې نورو لپاره نورې پلټنې روانې دي.
د سویس تر څنګ، جرمني هم تیره میاشت موافقه وکړه چې د افغان بندیانو د بیرته راستنیدو لپاره دوه قونسلګرۍ افسران ځای پر ځای کړي، که څه هم سویس چارواکي وايي چې دوی په خپله خاوره کې د سرپرست حکومت استازو د دایمي شتون لپاره هیڅ پلان نلري.