افغانستانخبر

صادرات ۱۰۴ میلیونه، واردات ۱.۱۹ میلیارده؛ د افغانستان سوداګریز توازن منفي پاتې دی

د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي دفتر اعلان وکړ چې د ۱۴۰۴ کال په سرطان کې د هیواد د صادراتو ارزښت ۱۰۴ میلیونه ډالرو ته رسیدلی، پداسې حال کې چې دا شمیره د همدې کال په جوزا کې یوازې ۶۳.۱ میلیونه ډالر وه.

د دې دفتر چارواکو د دوشنبې په ورځ (د اسد ۲۷مه) وویل چې “د ارقامو تحلیل ښیې چې په سرطان کې د هیواد صادرات د جوزا په پرتله ۴۰.۹ میلیونه ډالر زیات شوي دي.”

سربیره پردې، د افغانستان واردات هم په سرطان کې زیات شوي او ۱ ملیارد او ۱۹۱.۱ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې واردات په جوزا کې ۹۳۷.۲ میلیونه ډالر ثبت شوي دي.

د ملي احصایې دفتر زیاته کړه: “د ارقامو پرتله کول ښیې چې په سرطان کې د هیواد د وارداتو ارزښت د جوزا په پرتله ۲۵۳.۹ میلیونه ډالر زیات شوی دی.”

د احصایو له مخې، د جولای په میاشت کې له افغانستان څخه تر ټولو لوړ صادرات پاکستان، هند او تاجکستان ته وو، پداسې حال کې چې تر ټولو لوړ واردات له ایران، چین او پاکستان څخه وو.

د یادونې وړ ده چې پدې احصایو کې اصلي صادرات او بیا صادرات شامل دي، او د وارداتو په سکتور کې، د محصول او غیر محصول واردات د بریښنا وارداتو ارزښت پرته محاسبه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button