دید خبرې آژانس: په ترکيه کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست محمد زبير ودان، په ياد هېواد کې د فدراتيفې روسيې له سفير الېکسي ايرخوف سره کتلي دي.

په ترکيه کې د اسلامي امارت د سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او روسيې د دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو پر وروستيو پرمختګونو هم خبرې شوې دي.
د کتنې په پای، د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا او د همکاريو پر پياوړتيا او دوام ټينګار شوی دی.