اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګحکومتخبر

افغانستان د ټرانزیټ او سیمه‌ییزو همکاریو د پله په توګه معرفي شوي

دید خبرې آژانس: د مرکزي او سوېلي اسیا هېوادونو ترمنځ د سولې، دوستۍ او هوساینې د ګډې فضا د رامنځته کولو په موخه د ” ترمذ خبرو اترو” لومړنۍ غونډه جوړه شوه.

په دغې غونډه کې، چې له شلو د ډېرو هېوادونو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو استازو په‌کې ګډون کړی، افغانستان د سیمې د ټرانزیټ او اړیکو د پله په توګه معرفي شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین په دې غونډه کې ویلي، چې افغانستان باید د سیمې د اړیکو پر پله، د ټرانزیټ پر لار او د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او کلتوري همکاریو پر یوې مناسبې سیمې بدل شي.

 په اوزبیکستان کې د اسلامي امارت سفیر عبدالغفار په دې اړه وویل:«د ترمذ د خبرو اترو ناسته او ورته غونډې، نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ډېر اهمیت لري. دا ډول ناستې د نویو اړیکو په رامنځته کولو او د سیمه‌ییزو همکاریو په پراختیا کې ارزښتناک رول لري. د افغانستان لپاره د ترمذ غونډه ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه چې د دې پروګرام له لارې افغان سوداګر او د سیمې پانګه‌وال کولی شي مستقیمې اړیکې ټینګې کړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ځينې مشرتابه غړي، چې په افغانستان کې د خصوصي سکتور له استازو سره یې د «ترمذ خبرو اترو» په ناسته کې ګډون کړی، باور لري، چې دا ناسته د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي همکاریو په پراختیا کې مهم رول لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په دې غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال، ښاغلي الکوزي صاحب او د ولایتي خونو استازو ګډون لري. موږ ټول د ترمذ له اوسنیو ستونزو ښه خبر یو. زموږ یوه له بنسټيزو ستونزه د ټرانزیټي ویزې ترلاسه کول دي، چې د سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو لپاره ډېرې اړینې دي.»

یاده غونډه د اوزبیکستان د جمهوري ریاست تر نظر لاندې، د سټراټېژیکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو، د بهرنیو چارو وزارت، او د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ جوړه شوې، چې په دغې غونډه کې شاوخوا ۲۰۰ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، د مالي بنسټونو، نړۍوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو استازو، او همداراز له مرکزي او سوېلي اسیا، اروپا، د ګډو ګټو هېوادونو، د اسیا او اقیانوسیه سیمو، امریکا او منځني ختیځ د څېړنیزو مرکزونو کارپوهانو حضور لري او دغه غونډه به د مۍ په ۲۱مه نېټه پای ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button