دید خبرې آژانس: د کاپیسا د پوهنې رییس په تګاب ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ارتقا په مراسمو کې و ویل، د دغه ولایت ۱۰۴ ښوونځي او دیني مدرسې، ودانۍ نه لري چې ډېری یې په تګاب، اله سای او نجراب ولسوالیو کې دي.

د کاپیسا د پوهنې رییس، محمد فرید حقاني بیا وايي: «د ودانۍ نشتوالی یوه جدي ستونزه ده چې د زدهکړو بهیر یې کمرنګه کړی دی. همداراز، د پاکو اوبو نشتوالي او د مکتب د وسایلو لکه چوکیو کمبود د زدهکوونکو نورې ستونزې دي.»
د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونکي وايي، د دغې ولسوالۍ پوهنیز مرکزونه په ځانګړې توګه ښوونځي چې له منځنۍ کچې لېسې ته ارتقا کوي، درسي موادو او د مسلکي ښوونکو استخدام ته یې باید ډېر پام وشي.
د تګاب د محمد امان شهید د ښوونځي مدیر، محمد جاوید هم څرګنده کړه: «د زدهکوونکو ګڼه ګوڼه ډېره وه او دا یوه مهمه اړتیا وه چې زموږ منځنی ښوونځی لیسه شي.»
هلته یو ښوونکی، نورخدا وزیري هم بیا وايي: «موږ له خلکو ۶۰۰ زره افغانۍ راټولې کړې، د هغو کسانو په ګډون چې له هېواده بهر دي او دا پیسې مو په همدې ښوونځي ولګولې.»
تګاب ولسوالۍ چې د کابل په شمال کې ده، تېر حکومت کې ډېری وخت د جګړو شاهده وه.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دغو جګړو له امله، د ښوونیزو مرکزونو او طبي بنسټونو ودانۍ ویجاړې او ډېرې زیانمنې شوي چې اوس بېرته رغولو ته اړتیا لري.
هدایتالله، د تګاب ولسوالۍ یو قومي مخور وايي: «د ښوونځيو په دیوالونو او ودانیو کې د جګړې نښې شته. تاسو کولای شئ دا ویجاړۍ په خپلو سترګو و وینئ.»
د کاپیسا د پوهنې ریاست د معلوماتو لمخې، په تګاب، اله سای او نجراب ولسوالیو کې ۷۶ ښوونځي او دیني مدرسې په بنسټیزه توګه بیارغونې ته اړتیا لري.