اسلایدشوخبرنړۍ

زېلېنسکي: له روسیې سره اوربند هر شېبه ممکن دی

دید خبرې آژانس: د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي ویلي له روسیې سره د درې کلنې جګړې د پایته رسېدو لپاره اوربند هره شېبه ممکن دی او له متحدینو یې وغوښتل چې پر مسکو نور هم فشار راوړي څو دا اقدام عملي شي.

زېلېنسکي دا څرګندونې په پراګ کې د چک له ولسمشر، پېټر پاول سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه وویل، تر هغې چې پر روسیې فشار زیات نه شي، ولادیمیر پوتین به د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ رښتینی ګام وانخلي.

هغه خبریالانو ته وویل: «موږ باور لرو که فشار زیات نه شي، روسیه به د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ عملي ګام وانخلي. نن ۵۴مه ورځ ده چې روسیې د امریکا له لوري د اوربند د بشپړ وړاندیز هم سترګې پټې کړې دي.»

زېلېنسکي زیاته کړه: «موږ باور لرو چې اوربند هر وخت، ان سر له نن هم پیلېدلی شي او باید لږ تر لږه ۳۰ ورځې دوام وکړي، څو ډيپلوماسۍ ته زمینه برابره شي.»

تېره اونۍ ولادیمیر پوتین د مې له ۸مې تر ۱۰مې د دریو ورځو اوربند اعلان کړی و چې دا د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد او متحدینو د بري ۸۰مه کلیزه نمانځل کېږي.

خو زېلنسکي وویل، دا ډول اقدام بې‌ګټې دی او پر ځای یې د امریکا د مارچ میاشتې د وړاندیز لمخې، لږ تر لږه د ۳۰ ورځو لپاره د بې‌قید او شرطه اوربند غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button