اسلایدشوافغانستانحکومتخبرټولنه

د ګل‌باغ تر پله پورې؛ د دارالامان سړک د لومړۍ او دویمې برخې کار پیل شو

دید خبرې آژانس: د کابل ښاروالۍ له دارالامان تر ګلباغ پله پورې د سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا د کار له پیله خبر ورکوي.

دغه لار د کابل له دارلامان پیل، د کابل او لوګر تر لارې پورې غځېدلې چې په څلورو برخو وېشل شوې او د پلازمېنې اړوند له مهمو او بنسټیزو پروژو شمېرل کېږي.

د یادونې ده، چې د دغې لارې د لومړۍ برخې چارې تېر کال پیل شوې وې؛ خو د قراردادي شرکت د بې غورۍ له کبله یې چارې وځنډېدې.

تازه د کابل ښاروالۍ وايي، د دغه سړک چارې یې یوه شرکت ته په قرارداد ورکړې چې په راتلونکو شلو میاشتو کې به بشپړې شې.

د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی په دې اړه وايي: د دې سړک لومړۍ برخه چې نږدې ۳۱۷۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره پلنوالی لري، تېر کال یې کار پیل شوی و، خو د قراردادي شرکت د بې‌پروایۍ له امله قرارداد یې لغوه شو. اوس یو نوی قرارداد ورکړ شوی او د دې برخې کار له سره پیل شوی دی. دویمه برخه یې نږدې ۲۴۰۰ متره اوږدوالی لري، د دې برخې کار هم روان دی. د دویمې برخې د کار لګښت شاوخوا ۱۴۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، ۳۳ متره پلنوالی لري او دا پروژه شل میاشتنۍ ده چې کار پرې دوام لري.

د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په خبره، اوس مهال له دارالامان تر ګلباغ پله پورې د سړک د درېیمې او څلورمې برخې چارې په تدارکاتي پړاو کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button