دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده، په کندهار کې د کابل ولایت ملکي او نظامي مسوولانو ته د یوه ښوونیز او اصلاحي یو ورځني سیمینار پر مهال، په هېواد کې د اسلامي شریعت پر تطبیق ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت مشر همدارنګه ویلي، چې له سلګونو کلونو وروسته د افغانستان سیاست د دیني عالمانو په واک کې دی او له مسوولانو یې غوښتي، چې د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره هڅې وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل:«عالي قدر امیرالمومنین، د مسوولانو پر دیني مسوولیت، د شریعت پر تطبیق، د ولس پر خدمت او د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې د بیدارۍ په اړه ارزښتناکه وینا وکړه او په دې اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې.»
نوموړي دغه راز پر یووالي هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دښمنان هڅه کوي، چې د تبلیغاتو له لارې بې اتفاقۍ ته لمن ووهي.
شیخ هبتالله اخندزاده د خلکو غوښتنو ته رسېدنه او د عدالت پلي کول مهم بللي.
د اسلامي امارت مشر تر دې مخکې د حاجیانو د ښوونکو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې ویلي و، چې لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي په هېواد کې د شرعي احکامو د پلي کېدو مخه ونیسي.