اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیمهنړۍ

د باکو په غونډه کې د افغانستان پر ثبات ټینګار شوی

دید خبرې آژانس: د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ۲۰ هېوادونو د استازو په ګډون د «افغانستان: اتصال، امنیت او سیمه‌ییز پرمختګ» تر سرلیک لاندې یو نړۍوال کنفرانس جوړ شو.

د اذربایجاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د دولتي امنیت د خدمتونو رییس د دغه کنفرانس موخه د هغو ورانکارو ځواکونو او ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې نړۍواله همغږي وبلله، چې د افغانستان د بې ثباته کولو هوډ لري.

د اذربایجان رسنیو په راپورونو کې راغلي:«هغه دغه‌راز د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د تاریخي او باور پر بنسټ ولاړو اړیکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اذربایجان تل په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټينګښت لپاره د نړۍوالو نوښتونو ملاتړ کړی دی.»

په دغه کنفرانس کې ځینې ګډون‌والو هېوادونو څرګنده کړه، چې دغه کنفرانس کولای شي د افغانستان د پایېدونکې سولې په برخه کې عملي ګامونو ته زمینه برابره کړي. هغوی له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان له ثباته ملاتړ وکړي.

تر دې وړاندې، د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو ویلي، چې د مسکو امنیتي غونډه د مې له ۲۷مې تر ۲۹مې جوړېږي. نوموړي ویلي، چې د افغانستان وضعیت نه یوازې یوه سیمه‌‌ییزه موضوع ده؛ بلکې د روسیې د سټراټېژیکو ګټو برخه هم ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button