اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

ملا نوري: د خلکو ستونزو اورېدل زمونږ وجیبه ده

دید خبرې آژانس: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزير ملا نور الله نوري، د لوګر د ازرې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره کتلي دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د قومي مشرانو په استازیتوب، څو تنو په خپلو خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت په بیاواکمنۍ سره، په هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی دی او دا له افغانستان اسلامي امارت سره د ولسونو د ملاتړ پایله ده.

یادو مشرانو له اسلامي نظام څخه د کلک ملاتړ په څرګندولو سره، د خپلې سیمې یو لړ ستونزې شریکې کړې او له مسئولينو څخه یې د رسیدنې غوښتنه کړې ده.

همدا رنګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزير په خپلو خبرو کې، د ولسي ستونزو اورېدل او د حل په برخه کې یې هڅه؛ د اسلامي امارت وجیبه بللې او ویلي یې دي: دغه اسلامي نظام د همدې خلکو په سرښندونو او ستړیاوو راغلی او په دې برخه کې د لوګر ولايت باشهامته، دين پروره او غيرتي خلکو هم قربانۍ ورکړې.

هغه زیاته کړې ده: زموږ دروازې د ټولو ولسونو پرمخ خلاصې دي او هڅې مو دا دي چې د ولسونو ستونزې واورو او د حل په برخه کې یې کار وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button