دید خبرې آژانس: د هرات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي، په یاد ولایت کې د نوري فایبر پروژې چارې شاوخوا ۵۰ کیلومتره پرمخ تللې دي.

د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس حافظ خیرالله خیرخواه ویلي چې تر اوسه پورې په دې ولایت کې شاوخوا ۵۰ کیلومتره نوري فایبر کیبلونه غځول شوي او کار یې په چټکۍ سره روان دی.
نوموړي زیاته کړه، دغه پروژه د یاد ریاست ترڅارنې لاندې د افغان ټلکام مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.
د نوموړي په وینا د یادې پروژې په پلې کېدو سره به نه یوازې د هرات ښاریان له ارزانه انټرنټ او لوړ کیفیت څخه ګټه پورته کړي، بلکې دا به د سلګونو مسلکي او نیمه مسلکي ځوانانو لپاره د کار فرصتونه برابرکړي.
د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالورۍ ریاست د یادې پروژې له بشپړېدو وروسته به د نوري فایبرخدمات د ولایت مرکز، ولسوالیو او نورو سیمو ته هم وغځوي.
هېره دې نه وي، چې د دغې پروژې اوږدوالی ۱۲۰ کیلومتره دی او شاوخوا ۷۰ کیلومتره یې لاهم پاتې دي.