دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې د فاریاب د دولت اباد ولسوالۍ په دوه زره جریبه ځمکه کې د راستنېدونکو هېوادوالو ته نوی ښارګوټی پرانیستل شو.

په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حفنفي ويلي، چې د اسلامي امارت مشران او مسوولین له ځنډ پرته کوښښ کوي، چې راستنېدونکو هېوادوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت مسوولین بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د یوه باعزته ژوند زمینې برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې هر اړخیز اقدامات ترسره کړي دي.
یاد ښارګوټی به سلګونه استوګنځي، جامع جومات، ښوونځۍ، کلینیک، بازار، معیاري سړکونه، شنه ساحه او ټول ښاري امکانات ولري.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د اسلامي امارت د چاروکو له لوري په سرپل او وړمه ورځ په جوزجان ولایتونو کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د ښارګوټو جوړولو چارې پیل شوې وې.