دید خبرې آژانس: روسیه وايي، د افغانستان وضعیت نه یوازې یوه سیمه ییزه مسأله ده، بلکې په نړۍواله کچه د دغه هېواد د سټراټیژیکو ګټو یوه مهمه برخه ده.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو د مسکو امنیتي غونډې ته په اشارې سره چې ټاکل شوې د می میاشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې ترسره شي، ویلي:
د روسیې د ملي امنیت سلاکار، سرګي شویګو وايي: «په نړۍواله کچه د روسیې په ملي ګټو کې پراخ مسایل شامل دي؛ له افغانستان، منځني ختیځ او سوریې نیولې، تر شمالي قطب، بالتیک سمندر، د ایران شاوخوا وضعیت او له افریقایي هېوادونو او لاتینې امریکا سره تر همکارۍ پورې.»
شویګو زیاته کړې، له ګاونډیو هېوادونو او د ټولیز امنیت تړون سازمان، د شانګهای د همکاریو سازمان او د اوراسیا اقتصادي ټولنې په څېر سازمانونو سره همکاري به د دغې غونډې له اصلي محورونو وي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې د کابل او مسکو اړیکو د پام وړ پرمختګ کړی. د روسیې سترې محکمې د ممنوعه ډلو له نوملړه د « طالبانو» نوم په لنډمهالي توګه ځنډولی دی او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم کابل ته سفر کړی دی.