اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

د نړوال مرستی کمېدو؛ د افغانستان اقتصاد ۲٫۵ سلنه وده کړې

دید خبرې آژانس: نړۍوال بانک د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، سره له دې چې مرستندویو هېوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي، په تېر یوه مالي کال کې د افغانستان اقتصاد ۲٫۵ سلنه وده کړې، چې دا کچه د دغه هېواد د وګړو د ودې پرتله کمه ده.

په دې لړ کې اقتصاد وزارت دغه اقتصادي ثبات د کورنیو تولیداتو، کارموندنې، د خصوصي سکتور د ملاتړ او پر بنسټیزو پروژو د تمرکز له امله ګڼي.

 د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي:«د پرمختیايي موخو او باثباته اقتصاد د تحقق لپاره، د بنسټیزو پروژو عملي ‌کولو ته لومړیتوب ورکړل شوی، چې کولی شي په اوږدمهال کې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، بې‌وزلۍ د کمښت، د خوړو امنیت، عوایدو زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي، او د ځان بساینې په ترلاسه کولو کې اغېزناک پرېوځي.»

نږدې دوه میاشتې وړاندې ملګرو ملتونو هم ورته راپور خپور کړی او د افغانستان اقتصادي وده یې ۲٫۷ سلنه اعلان کړه؛ خو د سوداګرۍ او دولتي پانګونې په برخو کې یې د نه پایېدونکي وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button