دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دولتي ادارو کې د بستونو له کمېدو خبر ورکوي.

ښاغلی مجاهد په دولتي ادارو کې د بستونو کمېدل یوه طبیعي چاره بولي او وایي، دا بدلونونه د چارو د ښهوالي او د ده په وینا، د بوروکراسي د کمېدو لپاره ترسره کېږي.
لاس ته ورغلي اسناد ښيي، چې د پوهنې وزارت خپل ۹۰ زره بستونه کم کړي دي. اوس به دغه وزارت د ۲۹۹ زره او ۶۸۴ بستونو له لارې ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي:«په دولتي ادارو کې تنقیص (کموالی) یوه طبیعي چاره ده. طبعاً مسوولان پوهېږي، چې کوم څه د ملت په ګټه دي او هماغه عملي کېږي. په ځینو ادارو او پوځي برخو کې هم تنقیص راغلی، او د ملکي ادارو په برخه کې هم تر کمې سلنې، کموالی عملي شوی، څو د چارو د ښهوالي، ادارو د پړسوب د مخنیوي، بوروکراسي د کمښت او د کارونو د اغېزمنتیا لپاره مرسته وکړي.»
که څه هم تر اوسه د دولتي کارکوونکو د کموالي کره شمېر نهدی څرګند شوی؛ خو ویل کېږي چې ښايي په دولتي ادارو کې څه باندې ۳۰۰ زره کارکوونکي کم کړای شي.
خو دا شمېر تر دې مهاله د رسمي سرچینو له لوري نهدی تایید شوی.