عثمانی او بیکدلي د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
دید خبرې آژانس: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني په خپل دفتر کې په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر علي رضا بیکدلي سره وکتل او خبرې یې وکړې.

د وزارت د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې دواړو خواوو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو په اړه بحث وکړ او د متقابل عملونو پر دوام او د ګډو پروګرامونو په پلي کولو ټینګار وکړ.
مولوي عثماني د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له لیوالتیا څخه خوښي څرګنده کړه او د دې اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.
له بلې خوا، د ایران سفیر د غوښې او کرنیزو محصولاتو واردولو ته د خپل هیواد اړتیا ته په اشارې سره وویل: “موږ غوښه حتی د لرې پرتو هیوادونو لکه متحده ایالاتو څخه واردوو، مګر موږ غوره ګڼو چې دا توکي له خپل ګاونډي او دوست هیواد، افغانستان څخه ترلاسه کړو.”
بیکدلي همدارنګه د ګډې همکارۍ کمیسیون د جوړولو، د ایران د ۲۰۲۵ کال د ایکسپو په نندارتون کې د افغانستان د ګډون، او د څارویو د نسلګیرۍ، د قصاب خانو د جوړولو، د قرنطین مرکزونو د جوړولو، د صادراتو او وارداتو پراختیا، د پانګونې د جذبولو او د اوبو لګولو د عصري سیسټمونو د کارولو په برخو کې د تخنیکي همکارۍ د پراختیا لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ.