اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیاسي

ډار او متقی د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ژمنو پر عملي کولو ټینګار وکړ

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ژمنو پر عملي کولو ټینګار کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ټلیفوني مکالمه کې محمد اسحاق ډار، کابل ته د سفر په بهیر کې د ښې میلمه پالنې له امله مننه کړې او ټينګار يې کړی چې په کابل کې د شویو ژمنو د پلې کېدو لپاره به هڅې وکړي او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ستونزو د حل او شکایتونو د اورېدو په برخه کې به جدي اقدامات وکړي.

محمد اسحاق ډار، همدا رنګه د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له خوا د کنټرول‌خونې د ايجاد او د مهاجرينو د شکايتونو اورېدو په موخه د مرستې د ټلیفوني شمېرو د خپرولو خبر هم ورکړی دی.

ورته مهال، مولوي امیرخان متقي کابل ته د خپل پاکستاني سيال سفر د ستونزو د حل په لور یو مثبت ګام بللی او د شویو پرېکړو د پلي کولو، په ځانګړې توګه هېواد ته د راستنېدونکو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه په مرکزي کچه د کنټرول‌خونې او د مرستې د اړيکې شمېرو د فعالولو اقدامات یې ستایلي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنيو چارو د وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ د پاکستان جګپوړي پلاوي د روان کال د وري په ۳۰مه په رسمي سفر کابل ته راغی او د افغانستان اسلامي امارت له جګپوړو چارواکو سره یې په جلا جلا ناستو کې پر بېلابېلو مسایلو په ځانګړې توګه په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو او هېواد ته د هغوی د با عزته راستنېدو او همدا رنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button