دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د کورنیو چارو د وزير خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ، د دغه وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د وزارت پر معینانو سربېره، د وزارت اړوند لویو رئیسانو هم ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزیر، په خپلو خبرو کې ویلي دي:”موږ او تاسې د ولس د خادمانو په حیث د خپلو خلکو د خدمت لپاره توظیف کړل شوي یوو. د کورنیو چارو وزارت پولیس او ټول منسوبین باید د ولس هوساینه او د هغوی د امنیت ساتنه د خپل مسئولیت لومړیتوب وګڼي او ډېر کوښښ وکړي, چې له ولس سره په مثبت تعامل او له هغوى سره په همغږۍ خپل مکلفیت په ښه ډول سر ته ورسوي.”
خلیفه سراج الدین حقاني، همدا رنګه د تېر کوچني اختر په ورځو کې د امنیت په تأمین کې د هېواد د امنیتي ځواکونو رول مهم بللی او د هغوی نه ستړي کېدونکې هڅې يې ستایلې دي.
د غونډې په پای کې، د کورنيو چارو وزارت معینانو او لویو رئیسانو هم د دغه وزارت پر امنیتي، اداري او خدماتي موضوعاتو خبرې کړې دي.