د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه
دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیقالله عزیزي، د ملي دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال ملا حیاتالله لطیف او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوو په ملتیا، د کابل تاریخي بالاحصار له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې ده.

په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د هنر او کلتور معین او د دفاع وزارت مرستیال د بالاحصار د برجونو، دېوالونو، پوځي ګودامونو او خونو د روانو رغنیزو چارو د لیدنې پر مهال، ډاډ ورکړی، چې دواړه وزارتونه به د بالاحصار د رغنیزو چارو پر وړاندې خنډونه لرې او تاریخي ارزښت او کلتوري افتخاراتو ساتنې ته به یې ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغوی د بالاحصار په لمنه کې د جوړ شوي فرهنګي او معلوماتي مرکز په اړه بحث کړی، هغه ځای چې د څو زره کلن تاریخي، جنګي او فرهنګي آثار په کې راټول شوي دي.
د هنر او کلتور معین او د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال همدا رنګه ژمنه کړې چې له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ به د بالاحصار اړوند غصب شوي برجونه او تاریخي سیمې بېرته راوګرځوي.
د آغاخان بنسټ د فرهنګي برخې استازي صاحبزاده امانالله هم، په نږدې راتلونکي کې د بالاحصار په دننه کې د یو شمېر نویو پلان شویو رغنیزو چارو د پیل په اړه معلومات ورکړي چې د مسئولینو له لوري یې ملاتړ شوی دی.