اسحاق ډار کابل ته راځي
دید خبرې آژانس: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، به نن، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.

ټاکل شوې، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن(شنبه) د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، په دې یوه ورځني سفر کې به نوموړی د اسلامي امارت له رئیس الوزرا، اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري او په بېلابېلو برخو کې به د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان په دې اړه داسې وايي: «په دغو خبرو کې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ټول اړخونه شامل وي او تمرکز به یې د دواړو هېوادونو د ګډې علاقې په ټولو برخو لکه امنیت، سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا وي. د لومړي وزیر د مرستیال سفر د افغانستان له ورور هېواد سره د دوامداره تعامل پراختیا ته د پاکستان د ژمنتیا نښه ده.»
له دې سره هممهاله، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې له له یوې مودې ځوړ وروسته بېرته فعالې شوې دي.
هغه د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په یوه انلاین ناسته کې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو د بهیر د بېرته فعالېدو په تړاو خبرې کړې دي.
دا پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې افغانستان ته راځې چې د اسلامي امارت او د پاکستان د چارواکو تر تماسونه او کتنې زیاتې شوې دي.
څلور ورځې وړاندې، په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل او دغه راز د پاکستان ځانګړی استازی د کابل- اسلاماباد د همغږۍ د ګډې کمېټې (JCC) په ناسته کې ګډون وکړ.
له دې سره هممهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت یوه پلاوي پاکستان ته سفر کړی او هلته یې له جګپوړوړ پاکستاني چارواکو سره وکتل.