دید خبرې آژانس: اسلامي امارت د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو او نشه یي توکو د کښت په اړه د ټولیز امنیت د تړون سازمان ادعاوې بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې د افغانستان له خاورې هیڅ هېواد ته ګواښ نشته.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د پولې په اوږدو کې د امنیت خوندیتوب او د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوي په برخه کې جدي ګامونه پورته شوي دي.
فطرت زیاته کړه: «افغانستان د ټولیز امنیت د تړون سازمان د غړو په ګډون ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به دغو هېوادونو ته هیڅ راز امنیتي ګواښ نه پېښیږي او اسلامي امارت د پولو خوندیتوب او قاچاق د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي. د سیمې د امنیت او ګډو ننګونو په برخه کې باید ټول هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي.»
د ټولیز امنیت د تړون سازمان ویاندې ادعا کړې چې افغانستان لا هم د امنیتي ننګونو او د نشه يي توکو اړوندو جرمونو یوه مهمه سرچینه ده. هغې دغه راز ټینګار کړی چې د دغه سازمان غړي هېوادونه غواړي له دغو ګواښونو سره د مبارزې او سیمه ییزې همغږۍ د زیاتولو لپاره د تاجیکستان او افغانستان پولې پیاوړې کړي.
د ټولیز امنیت د تړون سازمان ویاندې، ناټالیا خریټونووا ویلي: «په دې برخه کې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ د پولو د پیاوړتیا لپاره د دغه سازمان د هدفمند بینالدولتي پروګرام پلي کېدل ځانګړی اهمیت او لومړیتوب لري. د دغه سازمان لپاره د افغانستان خاوره لا هم د ترهګرۍ، افراطیت او د نشه يي توکو اړوند جرمونو په برخه کې د ګواښونو سرچینه ګڼل کیږي.»
د اسلامي امارت رهبر د ۱۴۰۱ لمریز کال په وري میاشت کې د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق د منع کولو فرمان صادر کړی و.