اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

عمری ازبیکستان ته تللي

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د ازبیکستان هېواد بخارا ښار ته سفر کړی او هلته یې د بخارا له والي او یو شمېر سیمه ‌ییزو چارواکو سره خبرې کړې.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې د کرنې وزیر په دغه لیدنه کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د کرنې، مالدارۍ او پرمختللو اوبو لګولو سیستمونو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

هغه همدارنګه له ازبکستاني لوري څخه غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې تخنیکي تجربې تبادله شي او د دې وزارت کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو زمینه برابره شي.

نوموړي بخارا د یادو برخو د پرمختګ له مخې د افغانستان لپاره ښه بېلګه او فرصت بللی دی.

ښاغلي عمري په دغه کتنه کې همدارنګه ویلي که د ازبکستان له لوري اړتیا وي او له موږ څخه غوښتنه وکړي، نو افغانستان چمتو دی، چې د هغوی کارخونو ته خام توکي برابر کړي، چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو یوه برخه وي.

هغه ازبیکستان د افغانستان لپاره د اړینو توکو د وارداتو یو مناسب بدیل بللی او د لا زیاتو همکاریو لپاره یې په دې برخه کې د خپل وزارت چمتووالی اعلان کړی دی.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دې سفر کې دواړو خواوو د تخنیکي غونډو د دوام او د سیمه يیزو همکاریو په چوکاټ کې د اړیکو د پراخېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی.

هېره دې نه وي، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر همداراز په دې لیدنه کې د بخارا ښار له چارواکو څخه په دغه ښار کې د مسلمانانو د سپېڅلو ځایونو د ساتنې او پاملرنې له امله مننه او قدرداني وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button