اسلایدشوخبرې اترېنړۍ

روټه: ناټو د اوکراین په اړه د ټرمپ د سولې هڅو ملاتړ کوي

دید خبرې آژانس: د ناټو سرمنشي، مارک روټه په اودسا بندري ښار کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په کتنه کې، په سیمه کې کېدونکي تاوتریخوالي ته اشاره کړې او د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې یې د یوې سختې او پېچلې ننګونې په توګه یادې کړې دي.

ښاغلي روټه په دغه کتنه کې د ناټو د غړو د بشپړ ملاتړ څرګندونه کړې او د ولسمشر ټرمپ د سولې د تامینېدو لپاره د هڅو ملاتړ یې کړی.

د ناټو سرمنشي، تر دغې کتنې وروسته، په یوه ګډه خبري غونډه کې د اوکراین له ولسمشر سره، د خبرو د سختوالي پر موضوع خبرې وکړې او زیاته یې کړه: “دا خبرې اسانه نه دي، په ځانګړې توګه د هغو وحشتناکو تاوتریخوالي په پام کې نیولو سره چې پېښ شوي دي؛ خو موږ ټول د ولسمشر ټرمپ د سولې لپاره د هڅو ملاتړ کوو. نور متحدین، لکه فرانسه او برېټانیا هم چمتو، لېواله او وړ دي چې د سولې د تأمین لپاره نور مسوولیتونه ومني .”

ولودیمیر زېلنسکي هم په دغه کتنه کې ویلي، د اوکراین، برېټانیا، فرانسه او ترکیې استازي به د دې اونۍ سه‌شنبه (نن) او چهارشنبه (سبا) (۱۶ او ۱۷ اپریل) په ترکیه کې د تور سمندرګي د امنیت په اړه خبرې وکړي.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې: “نورې خبرې هم په نړۍ کې روانې دي، لکه د تور سمندرګي د امنیت په اړه نظامي غونډه چې په ترکیه کې جوړېږي، . لکه څنګه چې مو ویلي، اوس کافي شمېر دغه ډول غونډې شته.”

د اوکراین ولسمشر همدا راز له امریکا سره د کاني توکو په اړه روانو خبرو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د دې خبرو بهیر مثبت روان دی او په دې اړه نورې غونډې هم ترسره شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button