خلیلزاد: پاکستان دا/عش جنګیالي افغانستان ته لېږي
دید خبرې آژانس: د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی، شونې ده چې پاکستان د کډوالو د ایستلو له بهیره افغانستان ته د داعش جنګیالیو د لېږد په توګه کار واخلي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:«باخبره کسان راته وایي اندېښمن دي، چې ښایي د پاکستان اداره د افغان کډوالو د ایستلو له بهیره افغانستان ته د داعش ترهګرو د لېږلو لپاره کار واخلي. زه هم په دې اندېښنه کې شریک یم.»
له دغو څرګندونو سره هممهاله، د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی، چې د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې نږدې ۶۰ زره افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته رااړول شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوالې سازمان د اړیکو مرستیال محمد عثمان عزیزي ویلي:«وضعیت په چټکۍ سره د کړکېچ خوا ته روان دی. یوازې د اپرېل میاشتې په دوو اوونیو کې شاوخوا ۶۰ زره بې اسناده افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو په زوره هېواد ته داخل شوي دي. له دې ډلې، نړۍوال سازمان ۱۶ زره افغانانو ته مرستې برابرې کړې دي.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرنو له مخې، د ۲۰۲۳ له سپټمبر میاشتې د ۲۰۲۵ کال تر اپرېل میاشتې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲٫۴ مېلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې له دې منځه ۵۴ سلنه هغه په جبري توګه ایستل شوي دي.