هرات کې د سېلانیانو شمېر ۲۵ سلنې زیات شوی
دید خبرې آژانس: د هرات د سیمه ییزو مسولینو په خبره د معياري خدمتونو وړاندې کولو سره دغه ولایت ته د ور تلوونکو بهرنيو سیلانیانو پام ور اړولی دی.

په هرات کې د افغان ټوور امری، وکیلاحمد زاهدمل په دې اړه وايي: “لکه څرنګه چې د دې هوټلو نوم نړۍوال دی، همدا راز نړۍوال خدمتونو هم خپلو مېلمانو ته وړاندې کوي. په ټولو برخو کې لکه د خوب کوټې، د ناستې او درېدو ځایونه او خواړه، معیاري خدمات ګرځندویانو ته وړاندې کیږي.”
د یوه هوټل مسوول، وحیداحمد افضلي و ویل: “بهرني ګرځندويان راشي او وګوري چې په افغانستان کې داسې لوکس هوټلونه جوړ شوي، او همدا راز موږ دلته د ګرمو زړونو او مېلمانه پالونکو خلکو درلودونکي یو. هیله لرم چې په راتلونکي کې لا ډېرې ښکلې ودانۍ جوړې شي څو نور سېلانیان هم راشي.”
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په خبره په تېرو درېیو کلونو کې دغه ولایت کې د ګرځندوی په برخه کې زیاتې اسانتياوې برابرې شوې دي.
د مسوولينو په وېنا په تېر یوه کال کې دغه ولایت ته د ورتلوونکو بهرنیو سیلانیانو شمېر ۲۵ سلنه زیات شوی دی
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر مدیر، حمیدالله غیاثي بیا وايي: “امنیت په ټوله هیواد کې ټینګ دی او د سېلانیانو لپاره د خدمتونو او اسانتیاو وړاندې کول اسان شوي چې په دې کې معیاري او سټنډرډ هوټلونه شامل دي چې دوی ته ورکړ شوي دي.”
هرات ته راغلي ځینې سیلانیان وايي لا زیاتو اسانتیاوو ته اړتيا ده چې و کولای شي د دغه ولایت له ټولو تاریخي ځایونو څخه لېدنه وکړي.
ګل محمد اچکزی، چې د کندهار اوسیدونکی دی، په دې اړه داسې وايي: “ښه هوټلونه او پارکونه باید جوړ شي. اوس په افغانستان کې امنیت او د هېواد ټولې برخې ښکلې دي، خو د هرات لیدل تر ټولو ښکلي دي.”
د اسانتياوو برابرېدل د سیلانیانو جذب په برخه کې مهم ګڼل کېږي.
د فرهنګیانو په خبره د لازیاتو سیلانیانو جذب په پار د هرات د تاریخي ځایونو مرمت او بيارغونې ته اړتیا ده.
د فرهنګي چارو کارپوه، عبدالقیوم وزیری هم وايي:”داسې اسانتیاوې لکه معیاري هوټلونه، معیاري رستورانتونه، ټرانسپورټي لارې او کتابونه چې د افغانستان جاذبې معرفي کوي، اړینې دي چې په دې برخه کې لا زیات کار وشي.”
هرات د لسګونه تاريخي ځايونو لرلو سره د ډېری بهرنیو سیلانیانو پام ور اړولی دی.
د سیمه ییزو مسوولینو په خبره د ډاډمن امنيت او اسانتياو برابرېدو سره هرات ته د ور تلوونکو بهرنيو سیلانیانو شمېر مخ په زیاتیدو دی.