اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

د افغانستان پر صادراتو د امریکا تعرفه؛ سوداګرۍ وزارت سخت غبرګون ښودلی

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرداری ورکړی، چې د امریکا له لوري د افغانستان پر توکو د ۱۰ سلنې تعرفې لګول به، د هېواد د اقتصادي ودې پر وړاندې جدي خنډ وي.

د دغه وزارت په وینا، دا پرېکړه تر ټولو ډېر د افغانستان خلکو، لاسي صنایعو، کوچنیو سوداګریو او ښځینه سوداګرو ته زیان رسوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد  وايي:«دې ته په پام سره، چې افغانستان یو اړمن او د پرمختګ په حال کې هېواد دی، دا ډول سوداګریز فشارونه کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې پر لار خنډ وګرځي. افغانستان د بېلابېلو برخو د پراختیا لپاره د متحده ایالاتو څخه د وسایلو، تجهیزاتو او نوې ټکنالوژۍ د وارداتو اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د افغانستان پر توکو د لس سلنه تعرفې د لګولو په تړاو د ټرمپ د پرېکړې په غبرګون کې ویلي وو، چې د «جي اس پي» یا د (لږ پر مختللو هېوادونو) په پروګرام کې د افغانستان د غړیتوب له امله، د افغانستان سوداګریز توکي تر دې وړاندې له ګمرکي محصول پرته متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې ته صادرېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button