اسلایدشوافغانستانټولنه

تېر کال کې؛ د هرات موزیم څخه ۱۶ زره کورني او بهرني سېلانیان لېدنه کړی ده

دید خبرې آژانس: د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، په تېر يوه کال کې څه باندې ۱۶ زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د دغه ولايت له موزيم لیدنه کړې ده.

د هرات موزيم کې بډایه لرغوني تاريخي اثار خوندي دي.

په تېر يوه کال کې د هرات موزيم د کورنيو او بهرنيو ليدونکو شمېر زيات شوی دی.

د هرات موزيم مدير، عبدالجبار نورزي په دې اړه وايي: “په تېر یوه کال کې له شلو زرو زیاتو کورنيو او بهرنيو سېلانیانو د هرات موزیم لیدو ته راغلي دي او د دې موزیم په تاریخې اثارو او کلتوري بډاینه پوه شوي دي. موږ ځینې پروګرامونه پلان کړي چې هر کال د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو شمېر زیات شي.”

هره ورځ لسګونه ليدونکي د افغانستان له تېر تاريخ سره د اشنا کېدو لپاره دغه موزيم ته ورځي.

په دغه موزيم کې تاريخي اثار د ليدونکو په سترګو کې تېر زر کلن تاريخ را ژوندی کوي.

د هرات موزیم لیدو ته ورغلی، میروس هوتک په دې اړه وايي: “دلته مې ډېرې تاریخي اثار ولیدل او ریښتیا هم چې افغانستان یو بډایه تاریخ لري. پخواني تاریخي آثار دلته په دې موزیم کې ساتل کیږي او ما هم له دې آثارو لیدنه وکړه.” 

یو بل هېوادوال، عبدالقیوم طاهري هم وايي: “سېلانیان ډله ډله موزیم ته راځي او ان بهرنیان هم دلته د تاریخي اثارو لیدو ته راځي. دا ځای یو ارامه ځای دی او هم د اختیار الدین قلا او هم موزیم، د لیدلو وړ دی.”

د هرات موزيم له ۳ زره تاريخي اثارو يوازې ۵۰۰ يې موزيم کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

په دغه موزيم کې د تاريخي اثارو د ساتلو اړتيا وړ امکاناتو او د ځای نشتون له جدي ننګونو څخه دی.

د تاريخي ابداتو کارپوه، عبدالقیوم وزیري په دې اړه داسې وايي: “د موزیم اوسنی ځای رطوبت لري او امکان لري چې تاریخي آثار زیانمن شي او ویجاړ شي. اړتیا ده چې په هرات کې یو معیاري موزیم جوړ شي تر څو دا اثار وساتل شي.”

د هرات موزيم د هېواد په کچه له افغانستان ملي موزيم څخه وروسته دویم لوی موزيم دی.

په دغه موزيم کې ډېری تاريخي اثار د حجر عصر، سامانيانو، تيموريانو، سلجوقيانو او معاصرې دورې څخه دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست په وينا د دغه موزيم ځينې تاريخي اثار ۲۰ زر کلن تاريخ لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا