اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

اقتصاد وزارت: له بشر پالو پروګرامونو باید سیاسي ګټه وانخیستل شي

دید خبرې آژانس: اقتصاد وزارت وايي، د ډانالډ ټرمپ حکومت له لوري د امریکا د پراختیايي ادارې یا یو اس اې ای ډي  ۸۳ سلنې بودیجې لغوه کول به اړمنو ته پر مرستو رسولو منفي اغېز وکړي.

د دغه وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب ټینګار کړی، چې له بشر پالو پروګرامونو باید سیاسي ګټه وانخیستل شي.

 عبدالرحمن حبیب هم وايي: “د بشري مرستو موخه د بېړنیو حالتونو، طبیعي پېښو او هغو کسانو ملاتړ دی چې اقتصادي زیانونه یې لیدلي دي. د بشري قوانینو پر بنسټ، بې‌طرفي او د انساني کرامت درناوی د دې مرستو اساسي اصول دي، نو ځکه سازمانونه او هېوادونه باید له دغو مرستو د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره استفاده ونه کړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د بېلابېلو بنسټونو له لوري د افغانستان د بشري ناورین، بې وزلۍ او اقلیمي بدلونونو په تړاو اندېښنې څرګندېږي.

د امریکا د نړۍوالې پراختیا اداره له ۶۳ کلونو راهیسې له نورو هیوادونو سره بشري او پرمختیایي مرستې کوي او په ډیری نړیوالو پروژو کې یې رغنده رول لوبولی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا