اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا
په ۱۱ میاشتو کې؛ د ۱۴۳میلیونه ډالرو په ارزښت تازه میوې صادرې شوې دي
دید خبرې آژانس: د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال په یوولسو میاشتو کې له افغانستان څخه د څه باندې ۱۴۳میلیونه ډالرو په ارزښت تازه میوې صادرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد، ویلي چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال په یوولسو میاشتو کې له افغانستان څخه د شاوخوا ۱۴۳ میلیونه ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت، تازه میوې صادرې شوې دي.
د هغه په وینا، دغه صادرات پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، چین، انګلستان، هالنډ، امریکا، فرانسې، اسټرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا هېوادونو ته شوي، چې شاوخوا ۲۹۶ زره ټنه وزن لري.
هېره دې نه وي چې په صادر شویو میوو کې مڼې، انار، انګور، تازه انځر، زردالو، ګیلاس، توت، خټکي، شاه توت، هندواڼې او نورې میوې شاملې دي.