د افغانستان پر ۵ نورو بندونو کار روان دی
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د دریو لویو بندونو د جوړولو چارې بشپړې شوي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دغه وزارت د هېواد د اوبو د ښه مدیریت او د انرژۍ د تولید په موخه سږکال د کمال خان، شاه و عروس، عمري، کجکي، بخش اباد، آغا جان، پلتونی او پاشدان د اوبو بندونو د پاتې چارو کارونه پیل کړي او له دې منځه بیا د کمال خان، شاه و عروس او عمري بندونو چارې بشپړې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند ویلي، د هرات د پاشدان د اوبو بند چارې بیا ۹۵ سلنه پرمخ تللي او د پکتیکا د پلتوني بند ۲۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د شاه و عروس بند:
لګښت: ۲۵۰ میلیونه ډالره، ظرفیت: ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه، د برېښنا تولید: ۱ اعشاریه ۲ مېګاواټه
د پاشدان بند:
لګښت: ۱۱۷ میلیونه ډالره، ظرفیت: ۱۳ زره جریبه ځمکه، د برېښنا تولید: ۲ مېګاواټه
عمري بند:
لګښت: ۱۲۷ میلیونه افغانۍ، ظرفیت: ۵۶۰ هکتاره ځمکه، د برېښنا تولید: ۶ کیلو واټه
پلتوني بند:
ظرفیت: ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه، د برېښنا تولید: ۱ مېګاواټ
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد په دې اړه وايي: «هغه لویې پروژې چې سږ کال د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پلي شوي، له ډلې یې د شاه عروس بند، عمري بند او کمالخان بند بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.»
د رييس الوزراء اقتصادي مرستیال تر دې مخکې په کابل کې د اوبو په نړۍوال کنفرانس کې په نړۍ کې د اوبو کچې کمښت ته په نغوتې سره وویل، ټول هېوادوال باید د هرې شونې لارې هڅې وکړي؛ څو ورسره د افغانستان اوبه په ښه توګه مدیریت شي.