دید خبرې آژانس: د افغان پُست شرکت نن د یوه تازه اقدام په ترڅ کې په پلازمېنه کابل ښار کې کورنو ته د پاسپورټونو د رسولو لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.

په همدې موخه نن د پاسپورټ لوی ریاست د رئيس پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب او افغان پُست امارتي شرکت د رئيس مولوي رحمت الله مکي ترمنځ د افغان پُست امارتي شرکت د غونډو په تالار کې یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.
د افغان پُست امارتي شرکت رئيس د یاد هوکړه لیک د لاسلیکولو په مراسمو کې وویل چې یاد شرکت هېوادوالو ته د غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه شپه ورځې هڅې کوي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د دغه لړۍ ازمېښتې دوره په بریالیتوب سره ترسره شوې او په دې برخه کې کومه ستونزه شتون نه لري.
په ورته وخت کې د پاسپورټ لوی ریاست رئيس پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب د دې هوکړه لیک لاسلیک کېدل د پاسپورټونو د وېش په برخه کې مهم ګام یاد کړ او ډاډ یې ورکړ، چې د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې تخنیکي ستونزې په بشپړ ډول حل شوې دي.
ښاغلي حسیب زیاته کړه، چې اوسمهال د پاسپورټ لوی ریاست د دې وړتیا لري، چې په ورځ کې تر ۳۰ زره هېوادوالو ته د پاسپورټونو د وېش په برخه کې خدمتونه وړاندې کړي.
د دغه هوکړه لیک له مخې به ټولو هېوادوالو ته د هغوی په خوښه د سل افغانیو په بدل کې د هغوی کور او کارځای ته په لنډ وخت کې پاسپورټونه لېږل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې؛ په نږدې راتلونکې کې دغه لړۍ د کابل سربېره نورو ولایتونو ته وغځول شي.