اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا
د ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت؛ د امو سیند د څنډو تحکمیات پیل شول
دید خبرې آژانس: د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د امو سیند د څنډو تحکیماتو پروژه د تخار په درقد ولسوالۍ کې پیل شوه.

د امو سیند د څنډو تحکیماتو رییس په خبره په پام کې ده چې دغه پروژه تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړه شي.
د امو سیند د څنډو تحکیماتو رییس، سید غلام مشواڼی په دې اړه وايي: “انشاءالله، د دې پروژې کار به په لسو میاشتو کې بشپړ شي. لګښت یې د اسلامي امارت له بودجې تمویلیږي او ۶۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.”
د دغې پروژو د چارو پیل سره ځینو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
درقد د تخار هغه ولسوالۍ ده چې د امو سیند پر غاړه موقعیت لري او تل د اوبو راپورته کېدو له ګواښ سره مخ ده.
مسوولین وايي د دغې پروژې د چارو بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې او کورونه د اوبو راپورته کېدو له ګواښ څخه خوندي شي.