اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

د فراه ولایت په بکواه ولسوالی کې سېلابونو؛ ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دید خبرې آژانس: د فراه ولایت سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتو له امله یو کس مړ او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

د فراه ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رئیس مولوي محمد اسرائيل سیار ویلې چې د دغه ولایت د بکواه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانو د ورېدو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله یې یو کس مړ شوی او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند ولایت په موسی قلعه، ګرشک او باباجي ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتو له امله هم دوه کسان مړه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتو له امله ګڼ شمېر هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا