اسلایدشوافغانستانسیاست

محمد نعیم د افغانستان لپاره د اذربایجان له سفیر سره کتلي

دید خبرې آژانس: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین دوکتور محمد نعیم د افغانستان لپاره د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین د “کوپ ۲۹” غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون او د اذربایجان له همکاریو د مننې ترڅنګ؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لاپیاوړتیا هیله یې څرګنده کړه.

په ورته وخت کې ښاغلي محمدوف د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او پرمختګونو یادونه کړې او ویلي يې دې، چې اذربایجان له افغانستان سره خپلو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي، له همدې امله یې په کابل کې خپل سفارت پرانیست او په اذربایجان کې یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان ومنل.

د اذربایجان سفیر همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د همکاریو له کبله مننه کړې او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او دوام یې ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا