ملا برادر د ازبکستان د لومړي وزير له مرستيال سره کتلي
دید خبرې آژانس: د ا.ا د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال؛ د هغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشېد خوجه یوف سره کتلي دي.

د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او همدا رنګه په افغانستان کې د ازبکستاني پانګه والو پر پانګونې خبرې کړې دي.
ازبکستاني لوري ویلي چې تاشکند چمتو دی له کابل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.
په دغه زون کې به د جلغوزیو او پومبې د پروسس فابریکې، د بستهبندۍ او لوجستيک مرکزونه او د یوشمېر خوراکي توکو د تولید کارخونې جوړې شي.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې ازبکستاني پانګه وال چمتو دي په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي او هلته د صنعت او په سمنګانو کې د سمنټو کارخونې د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړې چې د طوطي میدان ګازو د اکتشاف په برخه کې ښه پرمختګونه لري چې په نږدې وخت کې به یې د استخراج چارې هم پيل کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال هم په خپلو خبرو کې، د ازبکستاني لوري د طرحو هرکلی کړی او د اسلامي امارت له لوري يې په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.