بېګم او ځوانانو راډيوګانو ته د بیا فعالیت اجـازه ورکړل شوه
دید خبرې آژانس: د بېګم او ځوانانو راډيوګانو چې په کابل او نږدې ولایتونو کې یې پر «افام» څپو نشرات درلودل؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري څه موده وړاندې د فعاليت له جواز څخه د ناوړه استفادې او له بهرنیو تحریم شویو رسنیو سره د همکارۍ په دليل يې نشرات وځنډول شول.

دا چې د یادو رسنیو مسوولينو په تکراري ډول د خپلو نشراتو د بیا پیل غوښتنه کوله؛ نو له نشراتي معینیت سره له تعهد وروسته چې خپل نشرات به د افغانستان اسلامي امارت او د ژورنالیزم د اصولو په رڼا کې پرمخ وړي او په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونو ډډه کوي؛ د بیا فعالیت اجـازه ورکړل شوه.
دا چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو او خبریالانو ملاتړه اداره ده؛ نو په هېواد کې د ټولیزو رسنیو پر نشراتو د څار ترڅنګ، د افغانستان اسلامي امارت د نشراتي تګلارو، اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او افغاني کلتور په رڼا کې د هغو ملاتړ کوي.