د ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت؛ له فراه څخه بهرنیو هېوادونو ته کرنیز محصولات صادرشوي
دید خبرې آژانس: د فراه د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایې چې د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې یې بهرنیو هېوادونو ته د ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت کرنیزمحصولات او نور توکي صادر کړي دي.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/567-1024x518.jpg)
د یاد ریاست د صادراتو د پراختیا مدیر محمد عیسی رحماني ویلي، چې د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې یې د ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته سرب، غالۍ، مېوې او سابه صادرکړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د تېرې ادارې په پرتله اوس د صادراتو په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شوې او د غالیو، سابو، وچې او تازه مېوې صادرات ترارمنستان، عراق او متحده عربي اماراتو پورې رسېدلي دي.
رحماني همدارنګه زیاته کړې، چې د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان له مخې پرته له کانونو د صادراتي توکو مالیات معاف شوي دي.
د یادونې وړده، که چېرته د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر لویه لار په اساسي توګه ورغول شي، نو بهرنیو هېوادونو ته به د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.