اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د شاوخوا ۵۱ زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې

دید خبرې آژانس: د ا.ا د مالیې وزارت وايي چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرې اوونۍ په بهیر کې، هېواد ته د ۵۰ زره ۹۴۸ کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې ده.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي: د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته کچه قاچاقي توکي ترلاسه کړي چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.

په ترلاسه شویو توکو کې ۱۶ زره ۶۹۰ کیلوګرامه رُب، اته زره ۸۸۷ کیلوګرامه ګوړه، دوه زره ۲۹۴ کیلوګرامه چاکلېټ، ۱۱ زره ۲۱۰ کیلوګرامه خام نخود، ۹۰۰کیلوګرامه د پیازو تخم، ۱۰۲۶ لېټره غوړي، شپږ زره ۲۰۰ کیلوګرامه کینو، ۱۲۴۹ کیلوګرامه رُب، ۴۰۰ کیلوګرامه مالګه، ۳۹۲ کیلوګرامه مکروني، ۲۳۷ کیلوګرامه ملايي، ۲۶۴ کیلوګرامه لوبیا، ۲۳۶ کیلوګرامه درمل، ۲۴۰ کیلوګرامه مربا، ۲۱۰ کیلوګرامه وچې شیدې، ۲۷۷ کیلوګرامه البسه،۱۶۰ کیلوګرامه د زنګ ضد، ۲۵۵ کیلوګرامه پلاسټیکي پایپونه او ۷۰ کیلو ګرامه لواشک شامل دي.

ویل شوي چې ترلاسه شوي توکي او په تړاو یې نیول شوي کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې هم مالیې وزارت، هېواد ته د څه باندې ۴۱ زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا