د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر دوام ټینګار وشو
دید خبرې آژانس: د ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني، په کابل کې د چین له سفیر «ژاو شینګ» سره کتلي دي.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/IMG-20250208-WA0003-780x470-1.jpg)
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې؛ د ټولګټو وزارت سرپرست د افغانستان او چین پر ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي اړیکو خبرې کړې او د چین له دوامداره همکاریو څخه یې مننه کړې ده.
هغه، د واخان دهلېز (ورېښمنو لارې) په اړه چې افغانستان له چین سره نښلوي؛ هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې د دغه سړک د سروې چارې د ټولګټو وزارت له لوري بشپړې شوې او د ډیزاین چارې یې جریان لري.
په کتنه کې همدا رنګه، د افغان – ټرانس پروژې په اړه چې د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له جنوبي آسیا هېوادونو سره نښلوي؛ خبرې شوې او د ټولګټو وزارت سرپرست ډاډ ورکړی چې دغه وزارت د دې پروژې پیل ته بشپړ چمتووالی لري.
د کتنې په پای کې، د افغانستان او چین ترمنځ د دوامداره اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر لازمې همکارۍ ټینګار شوی دی.