له ۴ کلن ځنډ وروسته؛ هرات کې د ۴ برېښنا کوټونو جوړولو کار پیل شو
دید خبرې آژانس: په هرات ولایت کې له شاوخوا څلور کاله ځنډ وروسته د برېښنا د څلورو سب سټیشنونو د جوړولو چارې بیا له سره پیل شوې.
دغه سب سټیشنونه د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د برېښنا شرکت له لوري جوړېږي.
د برښنا دغه څلور سب سټیشنونه د هرات په کرخ، پښتون زرغون، اوبه او چشت شریف ولسوالیو څلور زره کورنیو ته د اړتیا وړ برښنا برابروي.
د برښنا شرکت اجراییوي رییس، عبدالباري عمر په دې اړه وايي: دغه برېښنا کوټونه چې نیمګړي پاتې و او د نړۍوال بانک پروژه وه. د دې لپاره چې د دغو څلورو ولسوالیو اوسېدونکو ته برېښنا ورسیږي. له دې سره به ۴۰ زره کورونو ته برېښنا رسیږي چې برېښنا شرکت پکې د ۲ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.
حکومتي مسوولین وايي د پراختیايي پروژو لپاره کافي بودجه شته.
دوی ډاډ ورکوي چې بسیاینې ته د رسېدو لپاره په هېواد کې سترې پراختیايي پروژې پیلوي.
د دولتي شرکت رییس، احمد جان بلال هم وايي: په انکشافي برخه کې څومره چې د امارت امکانات دي. په هماغه کچه په دې تېرو درېیو کلونو کې یې هڅه کړې چې رسېدنه وکړي. انکشاف ته توجه شوې، وده ورکړ شوې. موږ او تاسې اوس د لسګونو پروژو د تمویل او ودې شاهدان یو.
د پخواني حکومت پرمهال د برښنا دغه څلور سب سټیشنونه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ جوړېدل خو هېواد کې له بدلونونو وروسته نړیوال بانک ددغې پروژې له عملي کېدو پرشا شو.
دا مهال دا پروژه د برښنا شرکت له لوري د دوه میلیونه ډالرو له لوري تمویلېږي.
د تړون کوونکي شرکت مسوول، علاءالدین بیا وايي:”دا پروژه پخوا د نړۍوال بانک له خوا تمویلېده، خو د وروستیو تحولاتو او د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته، نړۍوال بانک د دغې پروژې د پاتې کارونو له مالي ملاتړ ډډه وکړه.”
د هرات د ختیځو ولسوالیو اوسېدونکو له ډېر پخوا له اړونده مسوولینو د دوی سیمو ته د برښنا غځولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوله.
د سلما اوبو بند د هرات په ختیځ کې موقعیت لري او په پام کې ده چې ددغه ولایت د ختیځو ولسوالیو د برښنا اړتیاوې له دغه بنده پوره شي.